ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت: د دې وزارت اړوند د زرغون چاپيريال پروژه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي؛ د دې وزارت د ځوانانو چارو معینیت په لیلیه کې د زرغون چاپيريال پروژه چې د ترکیې هېواد د همغږۍ او همکارۍ د ټیکا ادارې په مالي همکارۍ پيل شوې وه ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد د ترکيې سفير ښاغلی جنګ اونال، د ټيکا ادارې ریيس فاضل آکین اردوغان او یو شمېر نورو مسولينو ګډون کړی وو.

د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد يونس راشد د ځوانانو په برخه کې د ټيکا ادارې فعاليتونه ستایلي او په راتلونکي کې يې د نورو دغه ډول پروژو د پلي کېدو پر اړتيا ټينګار کړی.

د ترکيې هېواد د سفير جنګ اونال ډاډ ورکړی، چې هېواد به یې ورته فعالیتونو ته دوام ورکړي.