د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ له یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.
د دې لیدنې په پیل کې علماوو د یادې ولسوالۍ د اجتماعي، امنیتي او مجاهدینو د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
یادو علماوو ویلي، په دې ولسوالۍ کې مجاهدینو د بهرنیو اشغالګرو پر ضد د جهاد پر مهال د اسلامي امارت د نورو مجاهدینو سره یوځای زیاتې سرښندنې او قربانۍ ورکړي او اوس هم د اسلامي نظام خدمت او د اسلامي امارت د مشرانو اطاعت او لارښونې ته تیار دي.
دوی په یاده ولسوالۍ کې د ښوونې او روزنې، پراختیایي چارو، د جوماتونو جوړولو او د مجاهدینو وضعیت ته د اسلامي امارت د مسولینو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هېواد ازادي او خپلواکي د دوی د سرښندنو او قربانیو پوروړې بللې او ویلي يي دي؛ د اشغالګرو وتل او د اسلامي امارت حاکمیت د زرګونو تنو علماوو، مجاهدینو او افغانانو د وینو پایله ده او لازمه ده، چې د دغو لاسته راوړنو قدردانی وشي.
نوموړي د یادو شویو موضوعاتو په اړه زیاته کړې، اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام ورته رسېدنه وکړي.

