ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین د افغانستان تاریخي ابدو د بیارغونې او استحکام برخو کې همکاري کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي کابل کې د چین د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال لي او مل پلاوي سره په لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو هېواودنو پر اقتصادي، سیاسي، فرهنګي اړیکو سربیره د افغانستان تاریخي ابدو، ملي موزیم، په مس عینک کې د تاريخي اثارو استحکام او پر یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړي.

مولوي عتیق الله عزیزي په ملي موزیم کې د ناستې پر مهال ویلي؛ افغانستان او چین له دوه زرو کالو ډیر تاریخي او فرهنګي اړیکې لري چې ښه مثال د وريښمو لار وه او هیله مند یم چې د يادې لارې پر بیا پرانیستلو او رغونه غور وشي.

 نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان د تاریخي ابدو او لرغونې سیمو د ساتنې او ابادولو سربیره د ملي موزیم په تجهیز او زموږ د همکارانو په روزنه کې د چین همکاریو ته سترګې په لار یو.

 د هنر او کلتور معين ویلي، په مس عینک کې د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره د چین دریځ د قدر وړ دی او د کان ایستنه د ځمکې لاندې طرحه یې ښکاره ثبوت دی.

د چین د اطلاعاتو او کلتور وزارت له مرستیال د ملي موزیم په ناسته کې ویلي، چين او افغانستان ګډ تاریخي او فرهنګي ګډې خواوې لري او د چين حکومت په پوره ملاتړ کابل ته راغلی.

 لي په خپلو خبرو کې ویلي، د چين حکومت او د اطلاعاتو او کلتور وزارت به د افغانستان د تاريخي ابدو په ساتنه او بیارغونې سربیره به د اثارو د استحکام لپاره پوره همکار دی او په مس عینک کې د یوې جامع سروې ورسته د یو سیمه‌ییز موزیم په جوړیدو به غور وکړي.