ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د يوناما له مشرې سره په لیدنه کې؛ اسلامي امارت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان په هکله د دوحې د درېیمې غونډې د لاسته راوړنو او له اسلامي امارت سره د نړیوالې ټولنې پر اړیکو خبرې شوې دي.

 په یاده لیدنه کې روزا اتنبایوا ویلي؛ د دوحې د وروستۍ ناستې د شویو پرېکړو پر اساس د افغانستان د خصوصي او بانکي سکتورونو د ملاتړ او له نشه یي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي په هکله د دوو جلا کمېټو پر جوړولو کار روان دی، څو د یادو برخو ستونزې پيدا او حللارې ورته ولټول شي.

نوموړې څرګنده کړې، د افغانستان د خصوصي او بانکي سکتورونو او له نشه يي توکو سره د مبارزې د جوړېدونکو کمېټو د مديریت په برخه کې ځینو پرمختللو هېوادونو لېوالتیا ښودلې ده.

اغلې اتنبایوا زیاته کړې، په لوړه کچه د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ خبرې د اړیکو د رغېدو سبب کېدای شي،‌ همدا راز له اسلامي امارت سره اړیکې لرل د غربي ټولنې غوښتنه ده.

مېرمن اتنبایوا د افغانستان شمالي ولایتونو ته د خپل سفر یادونه کړې او ویلي يي دي، د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې هم بشپړ امن حاکم دی.

نوموړې زياته کړې، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت هڅه کوي د افغانستان په ټولو ولایتونو کې کوچنیو پورونو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د یوناما ماموریت او له افغانانو سره د هغوی له مرستو ستاینه کړې او ویلي يي دي، د ملګرو ملتونو لخوا د دوحې په درېیمه ناسته کې د اسلامي امارت د شرطونو منل کېدل مهم ګام وو او د دوحې په وروستۍ ناسته کې د افغانستان د ستونزو په اړه شوې پرېکړې ارزښتناکه وې.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، په تېرو نږدې درېیو کلونو کې د اسلامي امارت لخوا د افغانانو ګڼې ستونزې حل شوې دي.

همدارنګه هڅې روانې دي، څو ولس ته مناسب خدمات وړاندې او د ژوند غوره زمینې ورته چمتو شي.

سیاسي مرستیال د‌ خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړې، اسلامي امارت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه اسلامي امارت له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.