ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي امیرخان متقي او ایراني پلاوي لیدنه؛ د اوبیزو پروژو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوي

د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ایران د نیرو وزارت له مرستیال جوانبخت په مشرۍ یو پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې پر دوو اړخیزو اړیکو، د هلمند سیند د اوبو او په اوبیزو پروژو کې د همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.

همداراز په لیدنه کې ایراني پلاوي مشر منلې، چې د روان ۱۴۰۲-۱۴۰۳ اوبیز کال په ترڅ کې يې د هلمند له سیند څخه ډېره حقابه تامین شوې ده او هیله مند دی چې د روان اوبیز کال تر پایه به نورې اوبه هم ترلاسه کړي.

په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر د ایران سره اړیکې دوستانه او نیږدې ګڼلي او ټینګار یې کړی، د اوبو د شتون په صورت کې به کوښښ کوي چې د هلمند په سیند کې ایران ته پوره اندازه اوبه ورشي.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د کجکي بند شاوخوا ۷۰ کاله وړاندې جوړ شوی دی، چې په تېرو ۴۵ کلونو کې د حکومتونو د نه پاملرنې له امله د رسوباتو او د عدم لایروبي له کبله د بند شاوخوا نیمايي ذخیرې خپل اصلي ظرفیت د لاسه ورکړی دی له همدې کبله ایرانی لوری دې دغه حقایق په نظر کې ونیسي.

مولوي امير خان متقي همدا راز څرګنده کړې، د اسلامي امارت پالیسي دا ده، چې اوبه ضایع نه شي او د هلمند په سیند کې د افغانستان نیمروز ولایت او د ایران سیستان خلکو ته اوبه ورسیږ ي.