د افغانستان بانک ویلي؛ د دې بانک له لوري یو میلیارد، ۷۳ میلیونه، ۹۶۲ زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه، چې د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه را ټول شوي وو او د افغانۍ (۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰) نوټونو ډولونه په کې شامل وو د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته وسوځول شول.
د یادو بانکنوټونو د سوځونې پر مهال د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخوند ویلي، د افغانستان بانک له لوري مندرس بانکنوټونه د یو معلوم طرزالعمل په اساس را ټولېږي او له ګردښت څخه ایستل کېږي.
نوموړي زیاته کړې؛ بانکنوټونو ساتنې ته نه پاملرنه د دې سبب شوې، چې بانکنوټونه له وخت وړاندې مندرس او له کاره ولوېږي.
نوموړي له خلکو غوښتنه کړې، چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو له وخت وړاندې مندرس نه شي.
د یادونې وړ ده، چې راټول شوي له کاره لویدلي مندرس بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلا بېلو امریتونو د استازو په شتون کې د ګمارل شوي پلاوي له خوا تر بارولو وروسته د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې ځانګړې کرې ته له لیږد وروسته سوځول شوي دي.
تر دې وړاندې هم د افغانستان بانک په کابل کې د لسګونو میلیونه مندرسو بانکنوټونو د سوځولو خبر ورکړی و.

