پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا د بلخ ښوونیز وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ځینو ښوونیزو او روزنیزو پروژو پرانیستې سربیره له افغان – ترک لېسې څخه لیدنه کړې.
د یادې لېسې څخه د لیدنې ترڅنګ په دغه ولایت کې د ترکیې هېواد له قونسل سره هم لیدنه کړې.
مولوي حبیب الله اغا د یادې لېسې له درسي خونو، لابراتوار او کتابتون څخه د لیدنې پر مهال، د همدې ښوونځي د درسي بهير په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي دي.
دغهراز نوموړي په دې ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو او دوستانه اړيکو مخينې ته په اشارې سره د افغانستان د بیارغونې په ځانګړې توګه د ښوونې، روزنې او ښوونځيو جوړولو په برخه کې د ترکیې هېواد له همکاریو مننه کړې ده.

