ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت څه‌باندې ۱۲۰ زره برېښنایې پېژندپاڼې وېشل شوې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د روان ۱۴۰۳ کال په چنګاښ میاشت کې د ټول هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو او اسان خدمت ۷۶ وېش څانګو له لارې ۱۲۰ زره او ۱۴۵ هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشلې دي.

یادې ادارې زیاته کړې؛ د روان کال په چنګاښ میاشت کې د وېشل شویو پېژندپاڼو ترټولو ډېرې پېژندپاڼې یې په کابل ولایت کې وېشل شوې، چې شمېر یې نږدې ۳۱ زره ته رسیږي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ تر کابل وروسته په ترتیب سره، هرات ولایت کې نږدې نهه زره، کندوز کې اته زره او ۱۶۶، بلخ کې اووه زره او ۸۰۰ او په ننګرهار ولایت کې درې زره او ۵۵۰ برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د ټول هېواد په کچه نهه زره او ۲۵۰ نورو کسانو ته د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.