نن (سهشنبه، د زمري دویمه) کابل کې د کار ملي کنفرانس پیل شو.
یاد دوه ورځنی کنفرانس د بېکارۍ د لاملونو څېړنې او کاري فرصتونو رامنځته کولو په موخه جوړ شوی.
په دې ملي کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، د ملي او نړیوالو بنسټونو او ځینې بهرنیو هېوادونو استازو ګډون کړی.
د افغانستان اسلامي امارت رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند یاد ملي کنفرانس ته په استول شوي پیغام کې ویلي، چې هېوادوالو ته د غوره کاري فرصتونو رامنځته کول او د هغوی ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي.
نوموړي په دې پیغام کې د افغانستان له خصوصي سکټور څخه غوښتي، چې افغانستان کې خپلې پانګونې لا پراخه کړي او له اسلامي امارت سره په ګډه له فقر او بېکارۍ سره مبارزه وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر هېواد کې د بېکارۍ اصلي او عمده لاملونه د تېرو حکومتونو ناکامه پلانونه، دومداره جګړه، اشغال، د معیاري کاري ځواک نهشتون، تېر وخت کې اقتصادي او جرمي مافیا، ناانډواله صادارت او غوره مارکیټ ته د کورنیو تولېداتو د لاسرسي نه شتون ګڼلي او ویلي یې دي، چې له دې په میراث پاتې ستونزو سره اسلامي امارت په غوره تدبیر او حکمت سره مبارزه کړې او له منځه یې وړې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري افغانستان کې تر کار لاندې د لویو بنسټیزو پروژو خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې ګڼو هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې او د کاري فرصتونو رامنځته کول یې خپل مسولیت ګڼلی دی.
نوموړي د وخت اړتیاوو ته په کتو د کار په قانون کې د تعدیلاتو راوستلو خبر ورکړی.
ښاغلي عمري دغه قانون د کار لپاره اړین بللی او زیاته کړې یې ده، چې په نافذېدو سره به یې د کار په برخه کې ډیری ستونزې حل، د کاریګرو حقوق به تأمین او شته اندېښنو ته به قانوني او معقول ځواب او حللارې پیدا کړي.
دغهراز اسلامي امارت د بېکارۍ د پدېدې پر وړاندې مبارزه له خپلو مهمو مسولیتونو او لومړیتوبونو څخه بللې او د له منځه وړلو لپاره یې د اړونده سکټورنو له لارې مختلفې پروژې پیل کړې دي.
اسلامي امارت ګڼو ځوانانو ته کاري زمینه برابره کړې او دا مهال له یو میلیون زیات کسان په امارتي ادرو او یو شمېر نور په خصوصي سکټورونو کې په دندو بوخت دي.
امارتي مسولینو په یاد کنفرانس کې د پراختیایي او بنسټيزو پروژو پلي کول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه ګڼلي او ویلي یې دي، چې د افغانستان د خلکو او مسولینو پر وړاندې غیرې قانوني او ناعادلانه محدودیتونه دې له منځه یوړل شي او د نړیوالې ټولنې د یو فعال غړي په توګه دې له اسلامي امارت سره همکاري وشي.

