د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان ملا رحمت الله محمد اکا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې لومړی ملا رحمت الله محمد اکا د ۲۰۹ الفتح قول اردو د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو مجاهدین د تياري په ښه کچه کې قرار لري، له عالي روحیې او مورال څخه برخمن دي او هره شیبه د امنیت، د خلکو د هوساینې او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په موخه د اسلامي امارت د مشرانو د لارښوونو اجرا کولو ته چمتو دي.
مولوي عبدالسلام حنفي د ۲۰۹ الفتح قول اردو قومندان د ښه راغلاست پرمهال د خلکو د امنیت ټینګښت او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د دفاع په برخه کې د اسلامي امارت د مجاهدینو په ځانګړي ډول د یادې قول اردو د مجاهدینو د کړنو او فعالیتونو قدرداني کړی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړې؛ هغه امنیت، ثبات او خپلواکي چې نن خلک او هېواد ورڅخه برخمن دي د مجاهدینو او هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو او زحمتونو پایله ده، په دې برخه کې یې هیڅ ډول هڅې نه دي درېغ کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ په راتلونکي کې هم له مجاهدینو او امنیتي او دفاعي ځواکونو هیله ده چې د امنیت د ټینګښت، خلکو ته د هوساینې برابرولو او د هېواد له ابرو او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په موخه له ځانه وړتیا او سرښندنه وښیي.

