ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذاکرالله ذاکر: اسلامي امارت د هغه پانګوالو ملاتړ کوي چې د افغانستان په بیارغونه کې مثبت رول ادا کوي

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رييس مولوي ذاکرالله ذاکر په خپل کاري دفتر کې د ابن سینا څېړنې او پراختیا مرکز له مشر او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د یاد مرکز مسولینو د دې مرکز په اړه د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي، په بهر کې مېشت یو شمېر پانګوال او متخصصین چمتو دي چې افغانستان ته راشي او افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.

دوی همداراز خپل وړاندیزونه او مشورې د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس سره شریکې کړې دي.

مولوي ذاکرالله ذاکر ویلي؛ اوس چې افغانستان په امن هېواد بدل شوی، نو له بل هر وخت ورته د کار کولو اړتیا ډېره ده.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د ټولو هغو پانګوالو او متخصصینو ملاتړ او همکارۍ ته چمتو دي چې د افغانستان په بیارغونه کې مثبت رول ادا کوي.

ښاغلي ذاکر په بهر کې مېشتو افغانانو او نړیوالو خېریه بنسټونو غږ کړی، چې افغانستان ته راشي او دلته خلکو ته خدمت وکړي.