ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي مسولینو ولایتي ویاندویانو ته؛ له رسنیو سره کره معلومات شریک کړئ

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتين قانع ویلي؛ د کورنیو چارو وزارت د عامه اړيکو لوی رياست له لوري د رسنيو سره د همغږۍ د پياوړتيا او خلکو ته د پېښو په اړه د کره او پر وخت معلوماتو وړاندې کولو په موخه له ولایتي ویاندویانو سره ويډيو کنفرانس جوړ شوی دی.

 په دې کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت د عامه اړیکو لوی رییس مولوي رحمت الله کاکازاده او د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع د ولایتي ویاندویانو فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ هغوی ته د کره والي په برخه کې یو لړ لازمې او هر اړخيزې لارښوونې او سپارښتنې کړي.

دوی همداراز په دې کنفرانس کې په ولایتي ویاندویانو ټینګار کړی، چې خلکو او رسنیو ته د پېښو په اړه پر وخت او کره معلومات شریک کړئ.

 نوموړو همداراز زیاته کړې، چې د کره معلوماتو په وړاندې کولو سره د خلکو باور تر لاسه شوى او بايد په دې برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

 د کنفرانس په پای کې يو شمېر وياندويانو خپل وړانديزونه او ستونزې شریکې کړې دي.