ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: مرستندویه موسسې دې د بشردوستانه مرستو په برخه کې خپل فعالیتونه پراخه کړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین د I.H.H  خیریه موسسې له رییس سلیمان ایپلي او مسولینو  محمود ارسلان او ادم قلیجي سره لیدنه کړې.

په پیل کې یادو مسولینو د دغې خیریه موسسې د کړنو، فعالیتونو او پروګرامونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي او ویلي يي دي، د یادې موسسې مسولین په افغانستان کې د خیریه چارو ترسره کولو او د کړنو بهیر څخه خوښ دي او خپلو خیریه فعالیتونو ته به ادامه ورکړي.

هغوی څرګنده کړې، دا موسسه اوس بزګرو ته د اصلاح شوي تخم د وېش او له یتیمانو او بې وزلو سره د مرستو په برخه کې فعاله ده او په پام کې لري، چې په راتلونکي کې هم خپل بشردوستانه فعالیتونه پراخه کړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د I.H.H  موسسې مسولینو سره په لیدنه کې د هرکلي ترڅنګ د هغوی د بشر دوستانه مرستو او فعالیتونو قدرداني کړی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال څرګنده کړې، افغانستان او ترکیه په دیني، فرهنګي، اقتصادي او سیاسي برخو کې اوږدې او تاریخي اړیکې لري او هیله ده، چې دا اړیکې لاپراختیا او پیاوړتیا ومومي.

مولوی عبدالسلام حنفي همدارنګه د I.H.H  موسسې له مسولینو غوښتي، چې د بشردوستانه مرستو په برخه کې خپل فعالیتونه پراخه کړي.