اسټرالیا دولت په دې وروستیو کې ویلي؛ هغو افغانانو ته چې د اسټرالیایي ځواکونو په بریدونو کې زیانمن شوي د غرامت د ورکړې طرحه څېړي.
د دغې طرحې له مخې، اسټرالیا د غرامت ادعاوو د اروزنې لپاره یو وکیل ټاکي، چې له څېړلو وروسته به زیانمنو کورنیو ته غرامت ورکړل شي.
په یاده طرحه کې ویل شوي: “دغه غرامت به هغو افغانانو ته ورکړل شي، چې بېګناه وژل شوي، برید پرې شوی، د وژل شویو د کورنیو غړي دي او یا یې مالونه له منځه تللي دي.”
له دې سره هممهاله د افغانستان اسلامي امارت د قربانیانو کورنیو ته د اسټرالیا دولت له لوري د غرامت ورکړه کافي نه بولي او وایي؛ ټولو هغو هېوادونو چې د دوو لسیزو پر مهال یې افغانستان کې پوځي حضور درلود، جنګي جنایتونه کړي او باید غرامت یې ورکړي.
د دې تر څنګ د حقوقي او پوځي مسایلو یو شمیر کارپوهان له نړېوالې محکمې غواړي، چې افغانستان کې د جنګي جنایتونو عاملان د محکمې میز ته را کش کړي.
د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکول د ۲۰۲۰ کال په هغه راپور کې، چې د یوه اسټرالیایي قاضي له لوري چمتو شوی و، وړاندیز شول.
یاد راپور د اسټرالیایي ځواکونو جنګي جنایتونه، چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو تر منځ په افغانستان کې رامنځته شوي او د ۳۹ بېګناه افغانانو د وژل کیدو لامل شوي، افشا کړي دي.

