د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د دې وزارت د یو شمېر مسولینو او کارپوهانو په شتون کې په یاد وزارت کې د کرنیزو تخمونو د قانون د مسودې غني کولو په پار مشورتي غونډه کړې.
په دې پروګرام کې چې درې ورځې به دوام وکړي، کارپوهانو د هېواد د کرنیزو تخمونو د قانون د مسودې د غني کولو په اړه خپل نظرونه څرګند او د مسودې په بېلا بېلو تخنیکي اړخونو به خبرې اترې وکړي.
د دې پروګرام په پرانیست غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالداۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د کرنیزو تخمونو د قانون د مسودې په برخه کې هلې ځلې یو بنسټیز کار بللی او ویلي يي دي؛ افغانستان یو کرنیز هېواد دی، که موږ د کرنې بنسټ غښتلی کړو، نو زموږ هېواد به هم پیاوړی شي.
نوموړي زیاته کړې؛ کرنیز تخمونه او د کارونې څرنګوالي یې هم د کرنې بنسټ جوړوي، که چیرې د کرنیزو تخمونو قانون په سمه توګه چمتو او د هېواد واقتعیتونو او اړتیاوو سره سم ترتیب شي د هېواد د بزګرانو ستونزې به تر ډېره حده حل شي.
په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پر عملي کار ټینګار کړی او د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له کارپوهانو یې غوښتي، چې په دې برخه کې عملي او اساسي اړخونه په پام کې ونیسي، ترڅو په هېواد کې د کرنې سکټور شته ستونزې او ننګونې حل شي.
د کرنې وزارت د اصلاح شویو تخمونو د کیفیت ساتلو په موخه، ځانګړې کړنلارې لري، چې پلي کوي یې او د کیفیت د کنټرول په موخه د کرنې په وزارت کې د کرنیزو تخمونو د تصدیق ریاست تر عنوان لاندې یو ریاست فعالیت لري، چې له یاد ریاست څخه د کیفیت د تصدیق له ترلاسه کولو وروسته کرنیزو تخمونو ته د وېش او کرلو اجازه ورکول کېږي.

