د ټولګټو وزارت ویلي؛ د ۱۴۰۳ هـ.ش کال د چنګاښ مياشتې له ۲۲مې څخه تر ۲۸مې نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ۸۹ زره او ۸۲۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۷۵ زره او ۹۷۰ ټنه، د آقینې بندر له لارې پینځه زره او ۳۹۷ ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې اته زره او ۴۵۶ ټنه، چې ټولټال ۸۹ زره او ۸۲۴ مټریک ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اونۍ کې دوه زره او ۷۷۲ مټریک ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه يې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
یاد وزارت د هېواد له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، چې خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلیو له لارې انتقال کړي.
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرطونه برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

