ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند کې د نيپا په نوم د یوه خطرناک ویروس د خپرېدو له ويرې خلکو ته خبرداری ورکړل شوی

د هند د کیرالا ایالت روغتیایي مسولینو د یوه خطرناک ویروس د خپرېدو له ویرې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې په عامه ځایونو کې ماسک واچوي او د ناروغانو لېدنې لپاره روغتونونو ته له تګ ډډه وکړي.

دغه خبرداری وروسته له هغه خپور شوی، چې د نیپا (NIPAH) په نوم خطرناک ویروس د یوه ۱۴ کلن هلک ژوند واخیست او لسګونه نور، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی، پرې اخته شول.

په یاده سیمه کې له خلکو غوښتل شوي، چې روغتیايي لارښوونو ته دې پاملرنه وکړي، په عامه سیمو کې دې ماسک وکاروي او په روغتونونو کې دې د ناروغانو له لیدلو ډډه وکړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دغه خطرناک ویروس له یو شمېر حیواناتو انسان ته انتقالیږي.

یاد ویروس د هندوستان په یاد ایالت کې په ۲۰۱۸ کې هم لسګونه خلک وژلي وو.