د نړیوالو رسنیو د راپورنو له مخې؛ ایران او سوډان د اړیکو د بیا پیل په اړه د تېرې اکټوبر میاشتې د شوې پرېکړې له مخې د یو بل هېوادونو ته خپل سفیران استولي.
د سوډان د حکومت لنډ مهاله او د پوځ مشر عبدالفتاح برهان، عبدالعزیز حسن صلاح تهران ته د خپل هېواد د سفیر په توګه استولی او حسن شاهحسین یې په خپل هېواد کې د ایران د سفیر په توګه منلی.
د یادونې وړ ده، چې سوډان ۸ کاله وړاندې په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت له برید وروسته له ایران سره خپلې ډیپلوماټیکي اړیکې پرې کړې وې.

