د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یمن جمهوریت په الحدیده بندر د صهیونیستي رژیم هوايي برید چې قربانیان یې ملکي وګړي دي په کلکو ټکو غندلی.
یاد وزارت پر نړیوالو سازمانونو او سيمه اغیزمنو هېوادونو غږ کړی، چې په غزه او سیمه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي، ترڅو دغه جنایتونه او ظلمونه په سیمه کې د لا زياتو تلفاتو او ويجاړيو لامل نه شي.
صهیونیستي رژیم پرون د سره سمندر په ساحل کې د یمن پر الحدیده بندر برید کړی، چې په پایله کې یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
د یمن چارواکي وايي، چې صهیونیستي رژیم د تېلو د زېرمه کولو او برېښنا پر یوه فابریکه بریدونه کړي، چې ملکي کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي.
په دې بریدونو کې درېیو کسانو ژوند بایللی او ګڼ نور ټپیان شوي وو.

