د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم په اساس د چارو ادارې لوی رییس مولوي نورالحق انور په مشرۍ د ملي اقتصاد او زېربناوو رياست له لوري د ۲۵ بودیجوي واحدونو له مرستیالانو سره د غير مالياتي عوايدو په اړه د همغږۍ غونډه شوې.
دا غونډه چې نن يکشنبه (محرم الحرام۱۵مه/چنګاښ ۳۱مه) د چارو ادارې لوی رياست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب، د ملي اقتصاد رییس او د يو شمېر وزارتونو او خپلواکو ادارو مالي او اداري معينانو او استازو ګډون کړی و.
د چارو ادارې لوی رییس ویلي؛ اسلامي شريعت دې ته ارزښت ورکوي، چې حاکمان د خپل رعيت له حال څخه ځان خبر کړي او اسلامي امارت هم په همدې اساس هڅه کوي، چې د ولس هغه اړتياوې چې نظام پورې تړلي دي پوره کړي.
مولوي نورالحق انور زياته کړې؛ اسلامي امارت هوډ لري چې له خپلو داخلي امکاناتو او سرچينو نه په استفادې د هېواد ستونزې حل کړي، پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د اسلامي امارت موخه ده او دې موخې ته د رسېدلو لپاره هڅې روانې دي.
نوموړي ویلي؛ پخوانيو جنګونو او مشکلاتو په هېواد کې کونډې، يتيمان او کډوال زيات کړي دي او دا هغه څه دي، چې د افغانستان اقتصادي ستونزې يې د نورو هېوادونو په پرتله زياتې کړي دي، خو اسلامي امارت د دې ټولو ستونزو حل ته ژمن دی.
دغه راز په دې غونډه کې د ماليې وزارت د مسولينو له لوري د عايداتي فرصتونو او سرچينو په اړه معلومات وړاندې شوي او د عوايدو د لا زياتوالي په موخه يې د ادارو استازو او مسولينو سره خپلې طرحې او وړانديزونه شريک کړي دي.
په پای کې د امارت چارو د انسجام مرستيال مولوي سيف الدين تائب ویلي؛ چې اسلامي امارت د حکومتولۍ د لا پياوړتيا هڅې کوي ترڅو د ولس ستونزې حل او په هره برخه کې د نورو پرمختللو هېوادونو په څېر له هوساينې څخه برخمن شي.
نوموړي زیاته کړې؛ تر دې وړاندې د افغانستان بودجه په بهرنيو مرستو جوړېده خو په وينا يې چې اوس له خپلو داخلي عوايدو څخه جوړيږي او اسلامي امارت په دې هڅه کې دی، ترڅو افغانستان وارداتي هېواد نه مګر يو صادراتي او صنعتي هېواد واوسي.

