د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د حکومت د رسنیو مرکز کې، د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې د پایلو اعلان په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
د دې مراسمو په پیل کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ازموینو ملي ادارې له رهبري پلاوي او د حکومت د رسنیو مرکز مسولینو څخه د دې مراسمو د جوړولو له امله مننه کړې.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، په انسانانو کې د نغښتو وړتیاوو ښوونه او روزنه د ازموینې له لارې ترسره او دروني وړتیاوې د ازموینې له لارې څرګندېږي او له بالقوه حالت څخه د فعالیت مرحلې ته رسېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، د ډېرې خوښۍ ځای دی چې یو ځل بیا زموږ هغو ګرانو زده کوونکو چې د کال په اوږدو کې درس ویلی، بې خوبۍ یې تېرې او زیار اېستلی او د ۱۴۰۳ کال په کانکور کې یې ګډون کړی، نن یې پایلې اعلانېږي او د خپلو هڅو ثمره ترلاسه کوي.
نوموړي ویلي؛ په هغه صورت کې چې یو څوک په ازموینه کې ښې پایلې ترلاسه کوي او بریالي کېږي، نو طبیعي ده چې هغه به خوشالېږي او هغوی چې په سمه توګه یې درس نه وي ویلی او خپل قېمتي وخت یې ضایع کړی وي، په ازموینه کې به ښه پایله نه ترلاسه کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړې؛ نن بیا هم د بریالیو ځوانانو ترمنځ یو شمېر داسې ځوانان شته چې د سږني کانکور له غوره کسانو څخه دي او نومونه به یې مشخص شي. ځای لري چې له وړاندې ټولو دغو کسانو، د هغوی کورنیو، استادانو او ټول افغان ملت ته د زړه له کومې مبارکي ووایم او ورته د لا زیاتو بریالیتوبونو غوښتونکی یم.
نوموړي همداراز هغو کسانو ته په خطاب کې چې په سږني کانکور کې یې کمې نمرې ترلاسه کړي او د هېواد پوهنتونونو او د لوړو زده کړو بنسټونو ته یې لار نه ده موندلې ویلي؛ هغوی باید ناهیلي نشي او د روان کال په جریان کې بیا هڅه وکړي او درس ووایي، ترڅو په راتلونکې ازموینه کې بریالي شي.
مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، د اسلامي امارت له لوري په ټولو مرحلو کې له ابتدائیه تر لېسې، له تخنیکي او مسلکي زده کړو تر لوړو زده کړو پورې ټولو قدرمنو زده کوونکو او محصلینو ته ټول امکانات برابر شوي او هیله لرو چې هغوی خپل ارزښتناک وخت ضایع نه کړي، هڅه وکړي ترڅو ښې پایلې ترلاسه کړي، ترڅو زموږ ګران هېواد د هغوی په لاسونو اباد شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ویلي؛ پرمختللی او اباد افغانستان به زموږ د ګرانو ځوانانو په هڅو او مټ جوړېږي، موږ باتجربه علماوو، ډاکترانو، انجینرانو او نورو متخصصینو ته اړتیا لرو او لازمه ده زموږ قدرمن زده کوونکي هڅه وکړي، ترڅو خپل ځان او ګران هېواد ته ګټور واقع شي.

