ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزیر د سالنګونو لويې لارې چمتو شوی بدیل مسیر پرانیست

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د هېواد شمال ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه کړې.

نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس په ملتیا په شمالي او جنوبي سالنګونو کې چمتو شوې بدیلې (فرعي) لارې پرانیستې دي.

ملا محمد عیسی ثاني ویلي؛ ټولګټو وزارت د هېوادوالو د هوسا تګ راتګ لپاره په شمالي او جنوبي سالنګونو کې بديله لاره چمتو کړی، چې د اصلي لارې د کار په جريان کې به کوچني مسافر وړونکي وسايط له يادې لارې څخه تګ راتګ کوي.

همدارنګه نوموړي په ياد سفر کې د سالنګونو لویې لارې د دريو برخو ( شمالي سالنګ، جنوبي سالنګ او دوشي – خنجان) له کاري بهير او کرش پلانټونو څخه هم ليدنه کړې او پلي کوونکو ټيمونو ته يې لارښوونه کړې، چې د یادې لویې لارې کار دې په غوره کيفيت، چټکتيا او د وزارت له پلان سره سم بشپړ کړي.

 يادونې وړه ده، چې د زمري( اسد) مياشتې له څلورمې نېټې څخه په دغه لاره تلونکي کوچني وسايط د ورځې لخوا له دواړو خواوو له برابر شوې بديل لارې څخه، باروړونکي او غټ مسافر وړونکي (۵۸۰-۴۰۴-۳۰۳) وسايط  په نوبتي ډول يوه شپه له شمال څخه جنوب لورې ته او بله شپه له جنوب څخه شمال لورې ته د تګ اجازه ورکول کيږي، خو کوچنیو مسافروړونکو وسایطو ته د شپې په دغه وخت د تګ را تګ اجازه نه ورکول کیږي.