ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لغمان ولایت کې ۴۶ بېلا بېلې تولیدي کارخونې فعالیت لري

لغمان کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې ۷۰ بېلا بېلې تولیدي کارخونې شتون لري، چې ۴۶ یې فعالې دي، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت له راتګ مخکې یواځې ۲۰ کارخونې فعالې وې.

د یاد ولایت د صعنعت او سوداګرۍ رییس مولوي سلامت خان بلال ویلي؛ د ارامه چاپیریال په برابرولو سره سوداګرو بېلا بېلو کاروبارونو ته مخه کړې، چې تراوسه یې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ بېلا بېل جوازونه ورکړي دي او له دې لارې یې شپږ میلیونه، ۸۵۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ عواید هم راټول کړي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ په دې ولایت کې د بطریو، لبنیاتو، اوبو د تصفیې، اوسپنې د ویلې کولو، فرنېچر، فلسکو او نورو توکو د جوړولو لسګونه کارخونې فعالیت لري.

ښاغلي بلال ویلي؛ نږدې راتلوونکي کې د لغمان خلکو لپاره یو صنعتي پارک هم جوړوي، چې یو شمیر خاریجي سوداګر به پکې پانګونه وکړي او ګڼ شمیر خلک به پکې په کار مصروف شي.

بل لور ته سوداګر او د کارخونو مسولین خوښ دي، چې دغه ولایت کې ورته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې.