د شنبې ورځ، د ۱۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۳۰/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۰۴ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲۱ تنه و، کونړ، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۲۸ زره او ۶۴۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۴۱ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۳۲۲ زره افغانۍ کیږي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۷۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۳۸۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له ۶۹ کورنیو سره ټولې ۵۷۰ ټولې افغانۍ مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې ۳۹ کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۶۶۱ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې په تېرو دوه ورځو کې ۵۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې څلور کورنۍ چې د غړو شمیر یې اته تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۳ کورنیو سره ۲۶ زره افغانۍ مرسته شوې.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې د هرات په اسلام کلا کې ۳۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې دي.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۱۹ کورنۍ، ۶۰۵ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۴۴ کورنۍ، ۲۲۱ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۱۳ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۲۳ کورنۍ

