د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د یوه پلاوي له لوري د بدخشان ولایت د دریو ولسوالیو په مربوطاتو کې د ډيورنډ فرضي کرښې او رسمي سرحدونو څېړنه او بررسي شوې.
د دغو ولسوالیو له جملې د واخان، زیبک او کرن منجان ولسوالیو د پلټنې، مطالعې او څېړنې لپاره د یاد وزارت د سرحدي بررسيو رییس انجنیرغلام صدیق سباوون د یوه پلاوي په مشرۍ سفر کړی او په واخان ولسوالۍ کې یې له تاجیکستان هېواد سره ۴۳۴.۶۲ کیلومتره، له چین سره ۹۶ کیلومتره، له جمو کشمیر سره ۱۰۲ کیلومتره او له پاکستان سره ۲۴۶.۰۱کيلومتره فرضي کرښه او رسمي سرحدونو مطالعه او بررسي کړي.
دغه پلټنه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې له شاوخوا دریو لسیزو را په دې خوا د ډيورنډ فرضي کرښې او سرحدي پولو ته څوک د کتنې په موخه نه دي ورغلي.
د دغې پلټنې په ترڅ کې د هېواد ارزښتمنې ساحې، چې واخان او پامیرونه یې د یادولو وړ دي هم مطالعه او څېړل شوي دي.
د یادو سیمو له ډلې پامیر، چې د نړۍ د بام په نامه مشهوره سیمه ده د ګران هېواد د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې موقعیت لري او د سیمې په کچه د جیو پولیټیک او جیو ستراتيژیک ځایګي له نظره له خورا لوړ ارزښت او پوره اهمیت څخه برخمنه ده.
د دغې سیمې د اهمیت په اړه د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپلو څرګندونو کې ویلي و، چې واخان د افغانستان د سر مثال لري او هیچا ته به اجازه ور نه کړو چې دې ته کوم زیان ورسوي.
واخان د بدخشان ولایت له مهمو ولسوالیو څخه شمېرل کېږي، چې د پاکستان له نامنل شوې فرضې کرښې (ډیورنډ), جمو کشمیر, چین او تاجکستان هېواد سره ګډه پوله لري او د پامیر د واورینو غرونو د شتون له کبله د امو سیند یوه له مهمو سرچینو څخه شمېرل کېږي.
دغه ولسوالۍ چې د ورېښمو د مشهورې ترانزیټي لارې مبدا هم ورته ویل کیږي، د ختیځې او منځنۍ اسیا د نښلېدو او اتصال مزی بلل شوی، چې پخوا له ختیځې اسیا څخه منځنۍ او جنوبي اسیا ته د سوداګریزو اموالو د لېږد را لېږد یوه ډېره لنډه او کم مصرفه لاره ګڼل کېده.
دغه مهمه ترانزیټي لاره چې د وروستیو بحري لارو او په هېواد کې د کړکېچونو د زیاتوالې له امله له پامه لوېدلې وه، د اسلامي امارت په راتګ سره یې یو ځل بیا د رغېدلو هیلې غوړېدلي او د یوې پروژې له لوري له یو نیم کال کار کولو وروسته د کوچینو موټرو د تګ لپاره چمتو شوې.
لرې نه ده، چې د دغې لارې له طریقه افغانستان یو ځل بیا د شرقي او غربي اسیایي هېوادونو ترمنځ د اتصال په ټکي او پُل بدل شي.
د یاد وزارت له لوري لېږل شوي پلاوي د یادو سیمو په اړه له کتنې، مطالعې، او پلټنې وروسته د ډیورنډ فرضي کرښې او سرحدي پولو د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، چې په یاد ولایت کې د شغنان او اشکاشم پاتې دوه ولسوالۍ به هم په نږدې وختونو کې د سرحدي بررسي تر پوښښ لاندې راشي.

