ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلو د یمن پر حدیده بندر برید کړی

د راپورونو پر اساس اسرائیلو د سره سمندر په ساحل کې د یمن پر حدیده بندر برید کړی، چې په پایله کې یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.

د یمن چارواکي وايي، چې صهیونیستي رژیم د تېلو د زېرمه کولو او برېښنا پر یوه فابریکه بریدونه کړي، چې ملکي کسان پکې مړه او ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې په دې بریدونو کې درېیو کسانو ژوند بایللی او ګڼ نور ټپیان شوي.

یمني چارواکو دا بریدونه غندلي او ظالمانه یې ګڼلي دي.

پر یمن یوه ورځ وروسته له هغې برید شوی، چې د دې هېواد انصارالله ډلې د ډرون پر مټ د اسرائیلو تل‌ابیب په نښه کړ.

دا لومړی برید و، چې د صهیونیستي رژیم دفاعي سیسټم یې په مخنیوي کې پاتې راغلی و.