د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې له مشر سټیفن روډریګز او مل پلاوي سره لیدنه کړې او پر بېلا بېلو مالي او بانکي موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.
په یاده غونډه کې د افغانستان بانک رییس د کوچنیو پورونو د ورکړې او بیکارۍ کچې راکمولو په برخه کې د ملګرو ملتونو له پرمختیایي پروګرام د ستاینې تر څنګ په یاده برخه کې د لا زیاتو هلو ځلو او همکارۍ غوښتنه کړې.
نوموړي ویلي، د کوچنیو کاروبارونو تمویل او د لا زیاتو اسلامي تمویلاتو رامنځته کول د هېواد په اقتصاد کې مهم رول لري او دا چاره کولی شي چې له خلکو سره د دندو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
په یاده غونډه کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر ویلي؛ د اسلامي امارت له بیاځلې حاکمیت وروسته په افغانستان کې د افغانۍ د ثبات، د انفلاسیون د کنترول، ټولیز اقتصادي پرمختګ، صادراتي ودې او د اداري فساد د مخنیوي په برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي، چې د ستاینې وړ دي.
سټیفن روډریګز زیاته کړې؛ د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام په افغانستان کې د بریښنایي اداینو د پراختیا او کوچنیو پورونو په تمویل سره د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره کار کوي، ترڅو وکولی شي په دې برخه کې لا ډېر پرمختګونه رامنځته شي.

