ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې سوداګریز پلاوي سره د کرنې وزیر لیدنه؛ د کرنې په برخه کې په متقابلو همکاریو خبرې شوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د ترکیې هېواد د اقتصادي متشبثینو او سوداګریزو اخلاقو ټولنې له پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د پانګونې د فرصتونو او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې په ځانګړي ډول د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه خبرې کړي او د ترکیې له پانګوالو یې غوښتي، چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د ترکیې هېواد او کارپوهان یې اوسمهال په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې فعالیت کوي، خو د کرنې په برخه کې دا فعالیتونه کمزوري دي او هیله لرو چې ستاسو په راتګ سره به د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لا زیاته پانګونه وشي، اوس د پانګونې لپار ټول فرصتونه برابر شوي دي او ستاسو پانګونې سره به ستاسو او زموږ د خلکو لپاره دوه اړخیزې ګټې رامنځته شي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر همداراز د دواړو هېوادونو د سوداګرو تګ راتګ د افغانستان او ترکیې ترمنځ د اړیکو د ښه والي او پراخولو او په بېلا بېلو برخو کې د تجربو په شریکولو کې اغېزمنې بللي او د دوام غوښتنه یې کړې.

د ترکیې هېواد د اقتصادي متشبثینو او سوداګریزو اخلاقو ټولنې د مدیره پلاوي رییس حسین اکچا افغانستان ته د دې پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو شریکول بللي او د سبو او مېوو ساتنې په پار د سړوخونو جوړولو، د کرنیزو محصولاتو پروسس او بسته بندۍ او د افغانستان له طبي بوټو څخه د درملو جوړولو په برخه کې کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې او په یادو برخو کې یې د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه کړې.

د ترکیې هېواد د اقتصادي متشبثینو او سوداګریزواخلاقو ټولنه، چې له ۲۰۰۳ کال راهیسې په بېلا بېلو هېوادونو کې فعالیت لري. د دې ټولنې غړي په دې موخه افغانستان ته سفر کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او متقابلو سوداګریزو همکاریو د حجم د زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د لارو چارو د روښانه کولو په موخه د هغو کارونو په اړه پرېکړه وکړي، چې سوداګرۍ ته لاره هواروي.