ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د نورالدین عزیزي او د قزاقستان د کرنې مرستیال لیدنه؛ د اوسپنۍ پټلۍ له لارې د صادراتو په پیاوړتیا خبرې شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د کرنې وزارت له مرستیال، د غلې دانې په برخه کې د دولتي شرکت مسول او د یاد هېواد د اوسپنۍ پټلۍ له استازي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو هېوادونو ترمنځ د باثباته سوداګرۍ، په مناسبه بیه د غلو دانو پر پېرلو، د غنمو د واردولو او د اوسپنۍ پټلۍ له لارې د صادراتو په پیاوړتیا خبرې شوي دي.

د قزاقستان له لورې د اوسپنۍ پټلۍ له لارې د افغانستان سره د صادراتو په برخه کې د ۵۰ سلنه تخفیف ژمنه کړې.

همداراز افغان پلاوي د خپل سفر په دوام د یاد هېواد د بینو په نوم غلو دانو ترمینل څخه، چې د څه باندې ۱۰۰ زره ټنو د ذخیرې ظرفیت لري لیدنه کړې.

د یادونې وړ ده، که د دواړو لوریو ترمنځ هوکړه وشي، په دې ترمینل کې به اخیستل شوې غلې دانې ذخیره کېږي او د اړتیا په صورت کې به په مستقیم ډول افغانستان ته، په ځانګړې ډول د هېواد لویدیځو ولایتونو ته لیږدول کیږي.