ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۸ زره او ۹۱۹ فلسطینیان شهیدان شوي

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۸ زره او ۹۱۹ فلسطینیان شهیدان شوي.

دغه‌راز ۸۹ زره او ۶۲۲ کسان ټپیان شوي او زرګونه نور د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د ویجاړو شویو ودانیو تر خاورو لاندې دي.

صهیونیستي عسکرو د غزې په بېلابېلو برخو بریدونه جاري ساتلي او تازه یې ویلي، چې د غزې په جنوبي رفح ښار کې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د غزې د روغتیايي مسولینو د معلوماتې له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله ۳۷ فلسطینیان شهیدان او ۵۴ نور ټپیان شوي دي.