د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د سوداګرو له پلاوي سره لیدنه کړې او د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګونې په اړه یې خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د اوبو او انرژي وزیر هغوی ته ډاډ ورکړی، چې په افغانستان کې د بېلا بېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید لپاره پوره وړتیا شتون لري، اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
ملا عبداللطیف منصور ټینګار کړی، چې یاد وزارت د اوبو او انرژي په برخه کې د پانګونې هرکلی کوي او له پانګوالو سره به همکار و اوسي.
د ترکي سوداګرو افغانستان ته د خپل راتګ موخه له دغه هېواد سره د سوداګري اړیکو پراختیا بللې او د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د پانګونې لپاره یې خپله لېوالتیا څرګنده کړې.

