ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عدلیې وزارت: د صرافانو او د پولي خدماتو څانګې قانون توشیح شو

اسلامي امارت هېواد کې د صرافانو او پولي خدمتونو د لا اسانتیاوو برابرولو لپاره د صرافانو او د پولي خدماتو څانګې قانون تنفیذ کړی.

عدلیې وزارت ویلي؛ د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله له لوري د صرافانو او پولي خدمتونو د څانګې قانون توشیح شوی، چې له مخې یي دا قانون د پولي خدمتونو ښه تنظیمولو، د پولي خدمتونو او بې جوازه صرافانو قانوني کولو،  د اسعارو د قاچاق او اقتصادي نظام لپاره یې د پېښېدونکو خطراتو د مخنیوي او د صرافي او پولي خدمتونو معیاري کولو په موخه تهیه او تدوین شوی او په ټولو صرافانو او د پولي خدمتونو پر وړاندي کوونکو پلي کيږي.

د افغانستان بانک مسوولینو ویلي؛ د دې قانون په پلي کېډو سره به د هغه غیر قانوني صرافیو مخه ونیول شي، چې د ټولیز اقتصاد لپاره خطرونه رامنځته کوي.

یاد قانون یوه مقدمه، دوه فصلونه او نهه مادې لري چې له مخې یې د جواز پرته د صرافیو او د پولي خدماتو شرکتونو فعالیت منع شوی دی.