د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت ویاند مفتي تسلیم الله حقاني ویلي؛ هېواد کې د بېلا بېلو قومونو د شخړو هواري په موخه د اسلامي امارت هڅو په دوام د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د اسلامي امارت له بیاواکنېدو راپدېخوا هېواد کې ۱۴۳ جرګې جوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې یاد وزارت په ټول هېواد کې ۱۱ زده کړه ییز مرکزونه لري، چې هېوادوالو ته یي د وړیا زده کړو ترڅنګ د زده کوونکو لپاره د لیلیې زمینه هم برابره کړې ده.
ورته مهال یو شمېر هېوادوال د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هڅې ستایلي او ویلي يي دي؛ دغه وزارت هېواد کې د شخړو هواري، د هېواد سرحدونو او قلمرو ساتنې، تنفیذ او هېواد کې د قومونو د بېرته یوځاي کولو لپاره بې شمېره هڅې کړې دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت تېر کال ۲۵۶ لویې او ۳۶۰ کوچنۍ هغه شخړې د جرګو له لارې هواري کړي، چې له امله یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

