ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېره مياشت د هېواد په کچه د څه‌باندې ۹۳ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې وايي، دې ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۹۳.۳ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۰۰.۹ ميليون ډالرو ته رسېږي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ۱۴۰۳ کال په غويي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴.۶ میلیون ډالره و، د ارقامو تحلیل ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې د صادراتو ارزښت د همدې کال د غويي مياشتې په پرتله ۱۱.۳ميليون ډالره کموالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په غويي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۵۰.۵میلیون ډالرو ته رسیده، چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې د ۴۹.۶ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په وینا؛ ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او ایران ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.