د جمعې ورځ، د ۱۳/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۹/۴/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۵۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۲۷۰ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې له تورخم څخه ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۷ تنه و، ګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۸۴ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا په تېرو دوه ورځو کې له ۴۶ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۳۸۶ زره افغانۍ کیږي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۵۷ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲ تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او پینځه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۱۱ کورنیو سره ټولې ۹۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر ۳۶۸ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۷ کورنیو سره ټولې ۱۲۲ زره مالي مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۹۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۴۸ کورنیو سره ۳۳۰ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۵۳ کورنۍ، ۵۸۶ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۷ کورنۍ، ۱۲۹ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۲۲ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۴۴ عدده

