د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني له لورې د داخلي بېځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو د بیا میشتولو لپاره د چین حکومت لخوا مرسته شوي اته عراده امبولانسونه، د اوبو ټانکرونه، پیکپ موټرې او یو شمېر خېمې د ننګرهار ولایت د مرستیال والي په شتون کې د تورخم اړوندو مسولینو ته وسپارل شول.
په ورته مهال د کډوالو چارو وزیر د تورخم اړوند عمري لنډمهاله کمپ، د کډوالو چارو له امریت او همدا راز هلته د شته وو همکارو موسساتو له بېلا بېلو څانګو څخه هم لیدنه کړې.
ښاغلي حقاني په دغه لیدنه کې د کاري کمېټو چارې ارزولي، د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې له نږدې اوریدلي او د کارونو د روڼتیا او چټکتیا لپاره یې ورته لازمې سپارښتنې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې په ننګرهار کې د وروستي توپان له امله عمري کمپ هم ډېر زیان لیدلی، چې د بیا اساسي جوړولو لپاره یې د کډوالو چارو وزیر هوډ څرګند کړی دی.

