ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر: اسلامي امارت په هره سخته کې د ملت ترڅنګ ولاړ دی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني، چې د ننګرهار مرستیال والي او د وزارت یوشمېر رییسانو یې ملتیا کوله د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ اړوند د توپان له امله له زیانمنو سیمو څخه لیدنه کړې.

نوموړي د سیمې له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړه، شهیدانو ته یې د جنت الفردوس، زخمیانو ته یې عاجله شفا او زیانمنو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

ښاغلي حقاني ویلي، چې طبیعي پېښې د الله جل جلاله له لوري امتحان دی او اسلامي امارت په هره سخته کې د ملت ترڅنګ ولاړ دی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په ٣٢ زیانمنو شوو کورنیو نغدې پیسې او د چین هېواد مرسته شوې خیمې او کمپلې ویشلې او ډاډ یې ورکړی، چې ټولو زیانمنو شویو کورنیو ته به د بیړنیو مرستو رسولو ترڅنګ د سرپناه جوړولو لپاره هم هڅې وکړي.

نوموړي د سیمې له خلکو غوښتي، چې د اسلامي امارت له کاري ټیمونو سره د مستحقینو په پیژندلو کې همکاري وکړي او چاته اجازه ورنه کړي، چې پخپل سر د ځپل شوو کورنیو مرستې غیرې مستحقو ته ورکړي او یا یې حیف و میل کړي.