ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د امنیت تامین او خلکو ته اسانتياوې رامنځته کول د اسلامي امارت له مسولیتونو څخه دي

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د پکتيکا له مرستيال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د پکتيکا مرستيال والي د دې ولايت د ټولنيز او اقتصادي وضعيت، سيمه‌ييزې حکومتولۍ او د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات وړاندې کړي.

نوموړي ویلي، چې په دې ولايت کې امنيت په بشپړ ډول تامين دی او ځايي مسولين او د اسلامي امارت مجاهدین تل د خلکو د ارامۍ او هغوی ته د اړینو خدمتونو وړاندې کولو لپاره هڅه کوي.

ښاغلي سعادت د دې ولايت د اوسېدونکو اړتياوو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولينو غوښتي، ترڅو د دې ولايت په مختلفو برخو کې د انکشافي پروژو تطبيق، د سړکونو ترميم، د مدرسو، ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په دې لیدنه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ د یاد ولايت اوسېدونکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره د پکتيکا ولايت د مسولينو فعاليتونه او هڅې ستايلې.

نوموړي ویلي، چې د امنیت تامین، خلکو ته د اسانتياوو رامنځته کول او د هغوی د ستونزو له منځه وړل د اسلامي امارت له مسوليتونو څخه دي او ځايي مسولين بايد په دې برخه کې لا زياته هڅه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د وړانديزونو په اړه ویلي، چې اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام اړین اقدامات وکړي.