ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال: زندانونو کې د زندانیانو د بیا روزنې او اصلاح هڅې کوو

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر سربیره د یادې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رییس مولوي نظرمحمد ناصري، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رییس مولوي خالقداد رحمت او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسولینو د یادې ادارې د تعلیمي مرکز قومندانۍ غونډو په تالار کې جوړې شوې غونډه کې ګډون کړی.

په دې غونډه کې لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر ویلي؛ د هېواد په زندانونو کې مو د زندانیانو د ښوونې او بیا رورنې برخې ته زیاته پاملرنه کړې او تاسو هم باید لکه د تل په شان دې ته چمتو واوسئ، چې نوموړي په اسلامي فکر او روحیې وروزئ او هغه زندانیان چې عمرونه یې ډېر دي تر نورو هغو ورسره ډېر ښه چلند وکړئ او ورته لازم سهولتونه برابر کړئ.

نوموړي زیاته کړې؛ د زندانونو چارو د سمون اداره د زندانونو د چارو د لاپیاوړتیا او زندانیانو ته د غوره خدمتونو، دیني، عصري او حرفوي زده کړو د زمینو برابرولو په موخه بېلا بېل پروګرامونه لري، څو د زندانیانو لپاره په زندان کې د ژوند ښه چاپېریال برابر شي.

همداراز نوموړي د کابل ولایت د مرکزي محبس نظامي پرسونل ته سپارښتنه کړې، چې وخت بې ځایه تېر نه کړئ، ورزش او مطالعې ته پاملرنه وکړئ او خپله فکري او جسمي روغتیا پیاوړې کړئ.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رییس ویلي؛ هڅه کوي چې زندانیانو ته په ښوونېزه او روزنیزه برخه کې بېلا بېل پروګرامونه عملي کړي، څو پر مټ یې دوی په دیني، عصري او حرفوي زده کړو سمبال او د اصلاح شویو وګړو په توګه یې بیا ټولنې ته وړاندې کړي.

نوموړي د زندان پر مسولینو غږ کړی، چې له زندانیانو سره ښه چلند او د هغوی شرعي او انساني حقوقونو ته پاملرنه وکړي.