ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ټولګټو وزارت: هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمن شوي مسیرونه د ترافیکو پرمخ خلاص شوي

د ټولګټو وزارت ویلي؛ د پنجشير، کونړ او نورستان ولايتونو د ټولګټو رياستونو لخوا د ځينو نورو ادارو سره په همکارۍ او همږغۍ د اړوند ماشينرۍ او پرسونل پرمټ د وروستيو سېلابونو راوتلو له امله د سړکونو د زيانمن شويو برخو د پاکولو چارې ترسره شوي او دامهال د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوي دي.

 یاد وزارت زیاته کړې؛ د پنجشير ولايت د شتل او عنابه ولسواليو په ځينو برخو کې د وروستيو تېزو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي وو، چې د يادو ولسواليو په ځينو نښلونکو مسيرونو کې رسوبي مواد د سړکونو سطحې ته راپورته شوي او د موټرونو تګ-راتګ يې د ستونزو سره مخ کړی وو.

 د کونړ ولايت اړوند د کونړ-نورستان عمومي سړک د قمچې په سيمه کې د تېز اورښت او سېلاب له امله تخريب شوی و، چې دغه عمومي لاره د ټرافيکو پرمخ بنده شوې وه.

 دغه راز د نورستان ولايت اړوند د واما ولسوالۍ د کلیګل سيمې په پینځو برخو کې هم سړک د وروستيو اورښتونو او سيلابونو له امله په بشپړ ډول تخریب شوی، چې عمومي لاره د ټرافیکو پر مخ تړل شوې او د پاکولو چارې يې په چټکۍ سره جريان لري.

د يادونې وړ ده، چې د يادو ولايتونو د ټولګټو رياستونو د اړوند ماشينرۍ او پرسونل پر مټ دغه مسيرونه له رسوبي مواد څخه پاک کاري او د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوي دي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د تخنيکي او مسلکي پرسونل پر مټ د هېواد د لويو لارو او سړکونو په ترميم، رغونې او بيارغونې سره درنو هېوادوالو ته بشپړې ټرانسپورټي اسانتياوې برابرې کړي.