ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کندهار مرستیال والي: ملګري ملتونه دې نړۍ ته د اسلامي امارت لاسته راوړنې په رښتینې ډول وړاندې کړي

په جنوب لوېدیځه حوزه کې د ملګرو ملتونو استازي الکساندر د کندهار مرستیال والي ملا محمد صادق انقلابي سره لیدنه کړې او د خپلو خدماتو د ډېروالي د هڅو خبر یې ورکړی.

الکساندر د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د فعالیتونو او خدماتو په اړه هر اړخیزه معلومات د کندهار مرستیال والي سره شریک کړي او ويلي دي، چې ملګري ملتونه د سیاسي چارو ترڅنګ بشري، روغتیايي، پرمختیايي او نور خدمات هم کوي.

نوموړي زیاته کړې؛ ملګري ملتونه د افغانستان او نړۍ ترمنځ د پُل حیثیت لري او هڅه کوي، ترڅو د افغانستان او نړۍ ترمنځ د باور کچه ډېره کړي.

نوموړي ويلي؛ د ملګرو ملتونو له لوري هڅه روانه ده، ترڅو په افغانستان کې د پرمختګونو اړوند نړیوالې ټولنې او هېوادونو ته قناعت ورکړي، ترڅو بودیجه او خدمات ډېر کړي.

ملا محمد صادق انقلابي د ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو د خدماتو او مرستو ستاینه کړې او د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې يې ورسره شریکې کړې دي.

ښاغلي انقلابي ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې امنیت بشپړ ټینګ شوی، فساد ختم شوی، د خلکو حقونه خوندي دي، د نشه‌يي توکو کښت بند شوی، په نشه‌ روږدي د درملنې په موخه راټول، پرمختیايي پروژې پلي کیږي او په حکومت کې د ټولو قومونو او سیمو خلکو ته سهم ورکړل شوی دی.

نوموړي زياته کړې؛ دا چې ملګري ملتونه د افغانستان او نړۍ ترمنځ د پُل حیثیت لري، نو باید خپل مسولیت په ښه توګه ادا کړي، د افغانستان مثبت انځور او د اسلامي امارت لاسته‌راوړنې دې په رښتینې ډول له نړۍ سره شریکې کړي.