ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د وروستۍ پېښې قربانيانو سره د مرستو په موخه بېړنۍ غونډه شوې

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري په مشرۍ د تېرې ورځې توپان، ږلۍ او باران له امله د قربانيانو کورنيو سره د مرستو په موخه د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو مسولينو سره بېړنۍ غونډه شوې.

مولوي سعيد احمد بنوري د ځاني او مالي زيانونو او ترسره شويو اجراتو په اړه معلومات شريک کړي او له مرستندويه ادارو يې غوښتي، ترڅو د قربانيانو کورنيو سره په ټولو برخو کې اړينې مرستې ترسره کړي.

نوموړي په بېړنيو حالاتو کې د مرستندويه ادارو د کار او فعاليت ستاينه کړې او زیاته کړې یې ده، چې وروستۍ پېښې ډير زيانونه اړولي او بايد په ټولو برخو کې ورته لازمه پاملرنه وشي.

ښاغلي بنوري دغه راز د ادارو مسولينو ته سپارښتنه کړې، چې مرستې لپاره مستحقې کورنۍ په نظر کې ونيسي او په دې برخه کې يې ولايت مقام له لوري د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړی دی.

د ننګرهار ولایت د پېښو پر وړاندې چمتووالي ریيس مولوي سيف الله خالد ویلي؛ وروستۍ پېښې له امله په جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو کې د لومړنيو معلوماتو له مخې ۴۷ کسان شهيدان او ۳۵۰ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې، چې ۴۰۰ کورونه، ۶۰ د برښنا پايې، ونې او کروندې زيانمن شوي دي.

د ننګرهار عامې روغتيا ریيس مولوي امين الله شريف ویلي؛ حوزوي، فاطمة الزهرا او نورو دولتي روغتونونو ته د ۳۳ شهيدانو جسدونه او ۳۵۰ ټپیان راوړل شوي دي، چې اوسمهال ۱۵۰ ټپیان تر درملنې لاندې دي.

نوموړي په عامې روغتيا رياست کې د چمتووالي ډاډ ښودلی او له مرستندويه ادارو څخه يې په يو شمېر برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د یاد ولایت د بهرنيو چارور ریيس مولوي فضل الهادي احمد د بهرنيو موسسو له مسولينو مننه کړې، چې هر مهال يې مرستې کړي او له دوی یې غوښتي، ترڅو د وروستۍ پېښې قربانيانو ته لازمه پاملرنه وشي.

د ننګرهار د پوهنې ریيس مفتي حبيب حضرت حقاني ویلي، وروستۍ پېښې له امله د پوهنې رياست ودانۍ زيانمنه شوې او ډاډ يې ښودلی چې ښوونځيو ته کوم زیان ندی رسیدلی دی.

د ملګرو ملتونو د بشر دوستانه مرستو همغږي کوونکې  یا UN OCHA ادارې په استازيتوب ډاکتر سيد عالم، د IOM مسوينو ډاکتر نصرت او سرفراز څرګند، يونيسف، ماشوم ساتنې او ګڼ شمېر نورو ادارو مسولينو په خپلو خبرو کې په رامنځته شوې پېښې خواشيني ښودلې او ویلي يي دي، په ټولو برخو کې کافي امکانات شتون لري چې د قربانيانو کورنيو ته به لازمه پاملرنه وکړي.

دوی زیاته کړې، چې خپل د سروې ټيمونه يې ساحو ته لېږلي چې د زيانمنو شويو کورنيو معلومات او اړتياوې به معلومې او ژر تر ژره به ور سره لازمې مرستې تر سره شي.

د يادونې ده، چې د دې غونډې پر مهال د وروستۍ پېښې شهيدانو ته د مغفرت، کورنيو غړو ته يې د جميل صبر او ټپيانو ته د ژر رغېدو په موخه دعا هم شوې.