ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کينيا کې د ۴۲ مېرمنو قاتل نیول شوی

یو شمېر نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د کینیا امنیتي سرتیرو هغه کس نیولی، چې شاوخوا ۴۲ مېرمنې یې په بې‌رحمانه ډول سره وژلې وې.

پولیسو وروسته له هغې د یاد تورن کس د نیولو لپاره هڅې پیل کړې، چې د کینیا پلازمینې نیروبي اړوند یوه سیمه کې د وژلو شویو مېرمنو له ډلې د ۹ جسدونه، چې له وژل کېدو وروسته په بوجیو کې اچول شوې وو وموندل.

نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې ۴۲ مېرمنې یې په دغه ډول سره وژل دي.