د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د کابل ښار زړو مکروریانو اسان خدمت مرکز کې د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي خدمتونو وړاندې کول د لومړي ځل لپاره نن دوشنبه د روان کال چنګاښ ۲۵مه د پټۍ په پرې کولو سره په رسمي ډول پرانېستل شول.
په دې مراسمو کې د اسان خدمت رییس جهادګل پاڅون، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ځینو نورو برخو رییسانو، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست د تصدیقونو مرستیال بشیراحمد افغان، د اسان خدمت زړو مکروریانو مرکز کارکوونکو، د بهرنیو چارو وزارت له خوا په دې مرکز کې د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو لهپاره ګمارل شویو کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست د تصدیقونو برخې مرستیال د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت ریاست د کړنو د ستاینې ترڅنګ په دې مرکز کې د قونسلي خدمتونو وړاندې کېدل، هېوادوالو ته لویه اسانتیا یاده کړې.
دغهراز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د اسان خدمت رییس جهادګل پاڅون ویلي؛ د دې مرکز له لارې د برېښنایي پېژندپاڼو وېش، له وېش وروسته خدمتونه، زېږون کارت او مړینې پارچې پر وېش سربېره له نېکمرغه قونسلي خدمتونه هم وړاندې کېږي، چې د هېوادوالو د سرګردانۍ او د وخت ضایع کېدو مخه به ونیول شي.
د یادونې وړ ده، چې په دې سره به په ډېر کم وخت کې د بهرنیو چارو وزارت قونسلي خدمتونه (د کاغذي پېژندپاڼې د ژباړې، د زېږون کارت او مړینې پارچې تایید) هېوادوالو ته وړاندې شي او همدارنګه په نږدې راتلونکې کې به هېوادوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په موخه دا خدمتونه د اسان خدمت په نورو مرکزونو کې هم فعال او پيل شي.

