د ميدان وردګو ولايت کرهنې رياست په هڅو له دغه ولایت څخه په لومړي ځل د ګيلاسو او زردالو صادرات هندوستان ته پيل شول.
د میدان وردګو ولایت د کرهنې رییس مولوي محمد ادريس حنیف ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې د ګيلاسو او زردالو صادرات هند هېواد ته د شخصي شرکتونو په مرسته پيل کړي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ پلان لري چې تازه مېوو ته د بازار موندنې په موخه راتلونکي کې د تازه مېوو صادرات عربي هېوادونو ته د هوايي دهلیز له لارې هم ترسره کړي.
د ښاغلي حنیف په وينا، په یاد ولایت کې د تازه مېوو د ساتلو په نیت د دوه سړو خونو بیارغونه پیل کړې، چې په جوړیدو سره به یې تر ډېره په کې مېوې ساتل کیږي.
د یاد ولایت کرهنې ریاست مسولین وايي، باغوانانو ته یې د مېوو روزنې لپاره د عامه پوهاوي ترڅنګ د مختلفو ناروغیو درمل هم وېشلي، چې له امله یې د مېوو په تولیداتو کې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی راغلی.
د يادولو وړ ده، ګيلاس د ميدان وردګو ولایت په چک، نرخ، جلریز او مرکز ميدان ښار کې په زياته اندازه کرل شوي، چې باغ لرونکي او سوداګر یې له حاصلاتو خوښ دي.

