ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو دوام؛ پر يوه ښوونځي تازه بريد کې ۱۷ کسان شهیدان او لسګونه نور ټپيان شوي

اسرائیلي یرغلګرو د نصیرات کډوالو پنډغالي کې پر یوه ښوونځي توغندیز برید کړی، چې له امله یې ۱۷ کسان شهیدان او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو له دې برید دوې ورځې وړاندې هم د خان یونس په لوېدیځ المواسي سیمه کې د کډوالو او بې‌ځایه شویو پر یوه کمپ برید کړی و، چې ۹۰ فلسطینیان شهیدان او له ۳۰۰ زیات پکې ټپیان وو.

غزه کې هېڅ سیمه خوندي نه ده. صهیونیستي یرغلګرو د کډوالو او بې‌ځایه شویو لپاره په ځانګړو شویو خوندي سیمو هم پراخه بریدونه کړي، زرګونه خلک یې شهیدان او ټپيان کړي، د غزې تړانګه یې له خاورو سره برابره او د روحونو په ښار بدله کړې ده.

د برازیل ولسمشر لولا داسیلوا غزه کې د صهیونیستي رژیم بې‌پایه ټول وژنه او تش په نوم خوندي سیمو باندې د المواسي په شمول، چې ۹۰ فلسطینیان پکې شهیدان شول، بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

پر غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۳۸ زره او ۴۴۳ فلسطینیان شهیدان او ۸۸ زره او ۴۸۱ نور ټپیان شوي دي.