ملي دفاع وزارت ويلي؛ د دې وزارت اړوند د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د ښوونې او روزنې مدیریت له لوري د ټولیزو زده کړو له دوه نیم میاشتنۍ دورې څخه ۱۰۰ تنه منسوبین د روان ۱۴۰۳ کال د چنګاښ پر ۲۴مه د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
یاد وزارت زیاته کړې؛ په دې مراسمو کې ګڼ شمېر مسولینو او مشرانو ګډون کړی وو، چې فارغانو ته یې د مبارکۍ ترڅنګ په هر اړخیزو ویناوو کې هغوی ته د زده کړو دوام، مسولیتونو ته د پاملرنې او د اولس سره همکارۍ او ښې رویې په اړه ټینګار کړی.
د یادونې وړ ده، چې یادو منسوبینو ته د عبدالله ابن مسعود رض د جګړیزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د استادانو له لوري په بېلا بېلو نظامي او اداري برخو کې د مسلکیتوب په موخه درسونه ورکړل شوي دي.

