مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر نقیبالله احمدي د دغه هېواد د دیني چارو له وزیر محمد نعیم مختار او د علماوو د نړیوالې ټولنې له رییس شیخ علي محي الدین القره داغي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې نقیبالله احمدي د افغانستان په نویو حالاتو، شرعي نظام، وروستیو پرمختګونو، امنیت، مخدره موادو پر بندېدو، د معتادینو تداوي او سترو دولتي پروژ په اړه خبرې کړي.
نوموړي مالیزیا او افغانستان دوه مسلمان او دوست هېوادونه بللي او هیله یې څرګنده کړې، چې د اسلامي هېوادونو عالمان دې له افغانستان سره لا زیاته همکاري وکړي.
د یاد هېواد د دیني چارو وزیر له افغانستان او افغان ملت سره خپله مینه څرګنده کړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی.
دغهراز د علماوو د نړیوالې ټولنې رییس ویلي، د اسلامي امارت مشران ډېر مدبر خلک دي موږ ورسره اړیکه کې یو.
د نوموړي په وینا، د اسلامي امارت له خوا د روږدو تداوي یو ډېر ستر کار دی.
شیخ علي محي الدین القره داغي همدارنګه په ټولو برخو کې د اسلامي امارت د کامیابۍ هیله څرګنده کړې.

