د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ د بیانزو سیمه کې د ۵۰۰ زره ډالرو په لګښت د اوبو یوې زېرمې «چکډېم» جوړولو چارې پیل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.
د دې پروژې په پرانیست غونډه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د کندهار د کرنې رییس ملا عبدالنصیر صفت الله، د ګمرکاتو لوی رییس مفتي محمد عیسی، د کندهار د اقتصاد رییس مولوی عبدالسلام بریالی، د کندهار امنیه قومندان، د تخته پل ولسوال او د یادې ولسوالی یو شمېر مخورو شتون درلود.
د کندهار د کرنې رییس ویلي؛ دا پروژه ملګرو ملتونو په مالي همکارۍ پلي کېږي، چې د سیمې سلګونه کسانو ته به په کې د کار زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړې، د یادې پروژې په پلي کېدو سره به زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.
ملا عبدالنصیر صفت الله ویلي؛ د کندهار تخته پل ولسوالی کې د اوبو د زېرمې (چکډېم) دا پروژه د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت پلي کېږي، دغه چک ډېم ۲۲۰ متره اوږدوالی او ۱۳ متره لوړوالی لري، چې د یو میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري، چې په جوړېدو سره به يې زرګونه جريبه ځمکه خړوبه شي او هم به ځایي سلګونه کسانو ته پکې د کار زمينه برابره شي.
د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال ولسونو ته په دغه ولایت کې د متوازن پرمختګ د رامنځته کېدو ډاډ ورکړی او سپارښتنه یې کړې، چې دغه پروژه دې د کیفیت له اړخه په اساسي توګه ترسره شي، څو د اوږد مهال لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
ځایي اوسیدونکي د یادې پروژې له پیل خوښي څرګنده کړې او ویلي يي دي، چې په اقتصادي برخه کې به ورته زیاته ګټه ولري، دوی په دې پروژو کې د برخې اخیستنې سربېره له حکومت غواړي، چې د دا شان پروژو په پلي کېدو سره د شاړو ځمکو د ابادۍ لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

