مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفیر نقیب الله احمدي د مالیزیا د حج ادارې (تبونګ حاجي) له رییس محمد امین سره په یاده اداره کې د حج اړوند مسایلو د بحث په موخه لیدنه کړې.
دواړه لوریو په پیل کې په خپلو هېوادونو کې د حج اړوند مراحلو او مسایلو باندې لنډې خبرې کړي، چې په زیاتو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ مشترکات موجود و.
ښاغلي احمدي د حج په برخه کې د مالیزیا له کامیابې تجرې څخه د استفادې په موخه د دواړو هېوادونو د حج اړوند ادارو ترمنځ د هماهنګۍ او ګډې همکارۍ پرانیستلو او دوام ورکولو هیله او غوښتنه کړې او زیاته کړي یې ده؛ چې دواړه مسلمان هېوادونه زیات مشترکات لري، دا ډول همکاري به په راتلونکو اړیکو ښه اغېز ولري.
د مالیزیا د حج ادارې اجرايوي رییس د افغانستان د حج سيستم د ستاینې وړ بللی او د افغانستان د حج او اوقافو وزارت سره د همکارۍ او هماهنګۍ پیلولو ته یې چمتوالی ښودلی دی.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان کولی شي په کم وخت کې د حج په برخه کې لکه د مالیزیا پرمختګ وکړي او د یو منظم سیستم لرونکی شي.
د مالیزیا د حج اداره چې د مالیزیا د مذهبي چارو وزارت تر چتر لاندې کار کوي په مالیزیا کې د حج اړوند چارې مخته وړي، د حج په برخه کې د ښو خدماتو او حاجیانو ښې روزنې له امله یې د مذهبي چارو وزیر سږکال د سعودي عربستان حکومت له لوري اېوارډ هم ترلاسه کړی او د غوره هېوادونو په لېست کې راغلي دي.

